افغانستان حق لري، ترهګر پاکستان کې وټکوي
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

              

پاکستان له ډېر پخوا راهیسې د افغانستان په اړه داسې ستراتیژې او بهرنی سیاست راخپل کړی چې د حکومتونو په تغییر سره بدلون نه مومي. که پاکستان کې پوځي او یا ملکي حکومت وي او بیا که ملکي حکومت کې واک د مسلم لیګ او یا د پيپلزپارټي سره وي، د افغانستان په وړاندې به زړه ستراتیژي او بهرنی سیاست، بې تغییره او په یوه شان پلي کیږي . بلخوا که افغانستان کې هر ډول نظام وي؛ پاکستان به هغه ته د دوښمن په سترګه ګوري، کرکه به ترې کوي، په وړاندې به يي چلوټې جوړوي ، ټينګېدو او پیاوړتیا ته به يي نه پریږدي او د رانسکورولو لپاره به ورته ګوډاګي او بړیڅي روزي .

په ۱۹۸۸ کال په ژنیو کې پاکستان ژمنه وکړه چې له افغانستان څخه د شوروي لښکرو په وتلو سره به د افغانستان لپاره د ترهګرو له ملاتړه لاس اخلي، ترهګر به نه وسلوال کوي او افغانستان ته به يي د لاسوهنې او تیري په موخه نه رالیږي. شوروي لوري خپله ژمنه پلې کړه او پوځونه يي له افغانستان څخه وایستل، خو پاکستان د ژمنې په خلاف په افغانستان کې خپلې لاسوهنې جاري وساتلي او تیري ته يي په ټولو بڼو او په ډاګه سره ادامه ورکړه .

 په نیویارک کې د ۲۰۰۱ کال د سیپټمبر د ۱۱ مې له پېښې روسته چې لویدیځ د امریکا په مشرۍ د بن لادین او ترهګرو سره د مبارزې لپاره افغانستان او سیمې ته راغی، پاکستان که څه هم په ښکاره ترهګرو سره په ګډه مبارزه کې لویدیځ ته ډاډ ورکړ، خو په پټه يي لویدیځ او ټولې نړۍ ته دوکه ورکړه او هغوی ته يي درواغ وویل. د خپلو ژمنو خلاف يي بن لادین ته په ایپټ اباد کې پناځای ورکړ او د اوږده مهال لپاره يي نوموړی پخپل هیواد کې خوندي وساته چې افغانستان او سیمه کې ترهګریځ فعالیتونه مخې ته یوسي . همدا رنګه د بن لادین ترڅنګ يي نورو ترهګرو ته خپله خاوره کې د روزنې او پالنې اډې جوړې کړي، حقاني يي په وزیرستان کې ځای پر ځای کړ چې له هغه ځایه ټوله لویه پکتیا نارامه وساتی او طالبان يی د کویټې په خوندي اډو کې دېره کړل چې پاتې افغانستان ترې په ارامۍ سا وانخلي .  

د تېرو لسیزو په ټوله خونړۍ شخړه او جګړه کې که افغانستان، د شوروي پوځي مرستو ته اړ شوی او یا اوس د امریکا او لویدیځ سره د داسې مرستو او ملاتړ لیوال دی، مونډيز او بنسټيز لامل يي افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه او تیری ګڼل کیږی .

خو که حقیقت راوسپړو او د هغه په ویلو سترګې پټې نه کړو، د افغانستان او پاکستان تر منځ خرابې اړیکې او افغانستان کې د نوموړي هیواد دایمي لاسوهنه او تیری، د افغانستان په ګټه د ډیورند د تپلې او استعماري کرښې د ړنګېدو له ډاره سرچینه اخلي او ټوله ستونزه په همدې محور راڅرخي .

د افغانستان په اړه د پاکستان همدغه د تیری ستراتیژی ده چې د ۲۰۰۸ کال د جون په ۲۹ مه د افغانستان ولسمشر کرزي ویلي و « د ډیورند کرښه نشته ، نور موږ کولای شو د ډیورند کرښې پورې غاړه هم خپل دوښمن په نښه کړو، د خپل ځان دفاع وکړو او په پاکستان کې د خپلو پښتنو وروڼو دفاع وکړو چې تر ظلم او وحشت لاندې دي. لروبر بریښناپاڼه»

د ۱۱ کلونو روسته اوس امریکا هم دا واقعیت مني چې د ختیځ په لور باید پوځي سوقیات وشي .«  افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن د متحدو ایالتونو د کانګریس غړیو ته وویل، که پاکستان کې د ترهګرو د خوندي پناهځایونو ستونزه زموږ په ګټه په یو نه یو ډول حل نه شي، ښايي له دې پرته بله لار نه وي چې د پاکستان په پوله کې زیات شمېر پوځیان ځای پرځای کړو. ده د کانګریس غړیو ته په وینا کې وویل : لکه څرنګه چې تاسي پوهېږئ په دغو پناهځایونو کې د مېشتو طالبانو ماهیت د دوی اصلي سیمو ته په پام سره توپیر لري. زه باور لرم چې په جنوب کې د کوټې شورا عناصر فعال دي چې د ناټو ځواکونو یې ملا ورماته کړې ده خو په ختیځ(جنوب ختیځ) کې ، چې ما ډېر تمرکز پرې کړی د حقاني شبکه، دغه راز د پاکستاني طالبانو(تحریک طالبان پاکستان) او نورو طالب ډلو لکه قومندان نذیر ډله فعاله دي، د حقاني شبکه په شمالي وزیرستان کې مرکزونه لري او تر ډېره په پکتیکا ولایت کې حملې کوي. تاند »

که څه هم لویدیځ په دې لټه کې دی چې تر ۲۰۱۴ کال پورې خپل پوځي ځواکونه له افغانستانه وباسي. خو د ناټو د عمومي قومندان له روستۍ خبرو او اندیښنو داسې ښکاري، هغه څه پسې چې لویدیځ سیمې ته راغلی، هغه بشپړ نه دي ترسره شوي .  

دلته پوښتنه دا ده ایا لویدیځ په دې ډادمن دی چې سیمه له ترهګرو پاکه شوې او دا ترهګر به چې ځالې يي په پاکستان کې دي او دوی ترې بیا بیا یادونه هم کوي، پر اروپا یا امریکا برید ونه کړي؟ پاکستان کې د ترهګرو د ځالو او اډو له ړنګولو پرته به، افغانان او د سیمې نور خلک د لویدیځ دې نیمګړی ماموریت ته په څه سترګه ګوري ؟

حقیقت خو دا دی چې ترهګر که څه هم د بن لادین په مرګ ، مړژواندې شوي او یو څه به ځپل شوي وي، خو پوره له منځه نه دي تللي. د ترهګرو اډې اوس هم لکه څنګه چې امریکايي لوړ پوړی قومندان ترې یادونه کوي، پاکستان کې فعالې دي . پاکستان اوس هم د ترهګرو په ملاتړ ښکاره نارې وهي او له چايی نه پټوي . د روان کال د فبروري په ۱۹ مه ، د پاکستان ډان انګلیسي ورځپاڼې لیکلي و « له طالبانو سره د پاکستان اړیکې له نېکه مرغه ښکاره دي، د پاکستان حکومت نور له دې انکار نه کوي چې له طالبانو سره اړیکې لري.»

د ترهګرومار لنډی شوی خو له منځه نه دی تللی چې نورهم خطرناک کېدلای شي . د امریکايي جنرال دغه وړاندیز چې پوځي ځواکونه دې د ختیځ په لور پیاوړي شي ، که ددې غوښتنې سره چې ترهګر دې په هغو اډو کې چې روزل کیږي په نښه شي، ملګری شي، د ستونزې له بشپړ حل سره به يي مرسته کړې وي .

همداراز په ملګروملتو کې د هند دایمي استازي هردیپ سینګ هم ورته اندیښنه ښودلې ده :« د تېرې یوې لسیزې بریاوې لا هم نازکې او له لاسه وتونکې دي. د تروریستانود تشدد د پای ته رسېدو نښې نه ښکاري او د حکومت ضد عناصرو له لوري د ملکیانو مرګ ژوبلې په تېرو پنځو کلونو کې زیاتې شوي او په ۲۰۱۱ کال کې اوج ته ورسېدې. نوموړی په افغانستان او سیمه کې د تروریستانو د محوه کولو لپاره د کلکو اقداماتو غوښتنه کوي او وايی افغانستان مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري چې خپل ظرفیتونه جوړ کړي څو د انتحاري تروریزم، مذهبي افراطیت او د مخدرو موادو د قاچاق په شمول د ترهګرۍ د حساسې ستونزې چاره وکړي. موږ باید دا یقیني کړو چې د افغانستان امنیت له بهرنۍ مرستې پرته خوندي شي.»

دا چې ولسمشر کرزی لویدیځ او امریکایانو ته تل دا خبره کوي چې ترهګر د افغانستان په کلیو او بانډو کې نشته او ځالې يي له افغانستان څخه بهر په پاکستان کې دي او که موږ چیری غواړو افغانستان کې سوله او امنیت راولو او له ترهګرو څخه افغانستان او سیمه جارو کړو، باید د ترهګرو ځالې دننه په پاکستان کې په نښه کړو، هم له داسې اندیښنو سره تړاو لري .

د امریکا او لویدیځ د پوځي ځواکونو لخوا شپنی عملیات او تالاشي او یا په هیواد کې دننه د امریکايي زندانونو شتون، د ډېرو په اند د ستونزې یوه کوچنۍ برخه او معلول ګڼل کیږي . که خپله ستونزه چې هغه پاکستان کې دننه د ترهګرو روزنه، پالنه او افغانستان ته د هغو رااستونه ده ، ودرول شي او علت له منځه لاړ شي، نه به افغانستان ته ترهګر واستول شي چې د لټولو لپاره يي شپنیو عملیاتو او تالاښۍ ته اړتیا وي او نه به د واسکټي بمونو مجرمین وي چې هغوی په زندانونو کې واچول شي .

د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک تړون لاسلیک کې د شپنیو عملیاتو او تالاښۍ د دعوو او چنو پرځای چې فرعي او تېریدونکې ستونزه ده، د افغانستان د ځمکني بشپړتیا او د افغانستان په ګټه د ډیورند کرښې په حل ټينګارپکار دی چې ټوله ستونزه او جګړې په همدې محور راګرځي . ستراتیژیک تړون کې باید د افغانستان او پاکستان تر منځ د ستونزې د دایمي اوارۍ لپاره چې هغه د افغانستان ختیځو طبیعي پولو ته د افغانستان ځان رسی دی، له امریکا څخه ملاتړ تر ګوتو شي.  

اوس خبره دا ده امریکايی ځواکونه که خپله داسې نه شي کولای او یا نه غواړي، افغاني ځواکونو ته دې وسایل او تخنیک ورکړي چې افغانان خپله ، ګډ دوښمن په هغه ځای کې چې روزل کیږي په نښه کړي.

د ختیځ په لور د پوځي چمتووالي سره هم مهال ، په ملګرو ملتو کې د افغانستان استازیتوب باید ، په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه او تیری په رسمي توګه مطرح کړی . افغانستان باید له موجوده امکاناتو څخه ګټه پورته کړي او پاکستان ته فرصت ورنه کړي چې د ځان په ګټه او پر افغانستان باندې د نویو ګوزارونو لپاره وخت سپما کړي .

افغانان ځانته دا حق خوندي ساتي، دوښمن په هغه ځای کې چې پالل او روزل کیږي په نښه کړي .

د ۲۰۱۲ کال د مارچ ۲۲ مه

 


March 23rd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات